تازه خبرونه

مکین وایي؛ طالبان کولای شي په افغانستان جګړ ګرمه وساتي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتو پلان له سترو تیروتنو ډک دی او له دې هېواد نه د نړیوالو ځواکونو د وتو بهیر باید د شته شرایطو او پوځي قوماندانانو د مشورو په بنسټ وي.

مخکښ امریکایی سناتور جان مک کین کابل ته راغلی څو د افغانستان امنیتي وضعیت وڅیړي.

ښاغلی مکین وایي، طالبانو ثابته کړه چې لا هم له لوړ ظرفیت برخمن دي او کولای شي حتی په غیر جنګي موسم کې هم د پلازمینې په ګډون د افغانستان په ټولو برخو کې ترهګریز فعالیتونه وکړي.

هغه وایی داعش او طالبان دواړه افغانستان ته جدي ګواښ دی او هېواد به یې په اوسنیو شرایطو کې له افغانستان ونه وځي.

مونږ د افغانستان د لویدیځو سیمو په اړه اندیښنه لرو، چې طالبان په کې حاکمیت لري، مونږ له طالبانو سره د ایران پوځي مرستو اندیښمن کړي یو. بله دا چې د بهرنیو ترهګرو شتون هم د اندیښنې وړ مساله ده ځینې ځوانان د داعش په لیکو کې جذبیږي.

جان مک کین وایي، که جمهوري غوښتونکي په امریکا کې د دوه زره شپاړسم کال ولسمشرۍ ټاکنې وګټي، د افغانستان په وړاندې پیاوړې ژمنه لري.

دی وایي، له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتو مساله باید د دغه هېواد شرایطو ته په پام سره وي، که داسې ونه شي، د تېرو کلونو د لاسته راوړنو د نابودي خطر شته.

مونږ نه شو کولای د امریکایانو او افغانانو قرباني له پامه وغورځوو. له افغانستان څخه به زمونږ ملاتړ په راتلونکې کې هم دوام وکړي. مونږ نه پردیږدو چې افغانستان یو ځل بیا نړیوالو ترهګرو ته امن ځاله وګرځي.

جان مک کین په داسې حال کې د افغانستان په اوږد مهال ملاتړ ټینګار کوي چې مخکې د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي کاندیدې هیلري کلنټن سلاکارانو هغې ته وړاندیز کړی و چې د ټاکنو د ګټلو په صورت کې په افغانستان کې د ترهګرو په وړاندې د مبارزې لپاره جدي تګلاره په پام کې ونیسي او د پاکستان خلاف هم جدي دریځ ونیسي.

Trending

Exit mobile version