نړۍ

میرمن بایډن میرمن ریلینسکې ته د ګلو ګېډۍ وړاندې کړه 

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۱)

د امریکا لومړۍ میرمن جېل بایډن د یکشنبې پر ورځ د غویی ۱۸ / د می ۸ ) پر یوه ناڅاپي سفر اوکراین ته رسېدلې او میرمن زیلینسکا ته یې د ګلو د ګېډۍ له وړاندې کولو سره د خپل هېواد د ملاتړ ښکارندویي وکړه.

نوموړې د اوکراین په یو سرحدي ښار کې د هغه هېواد د ولسمشر له میرمن اولینا زیلینسکا سره له لیدنې وروسته یوه ښوونځي ته ولاړې، چې دمګړۍ د اوکرایني ېیځایه شویو پنډغالی نومول شوی دی.

میرمن زیلینسکا اوکراین ته د جیل بایډن سفر زړه وره هڅه نومولې او څرګندوي: مونږ په دغو جنګي شرایطو کې، چې هره ورځ په کې پوځي کړنې روانې دي او د خطر زنګونه اورېدل کیږي؛ د امریکا د ولسمشر د میرمن سفر درک کوو.

میرمن زیلینسکا زیاته کړې؛ مونږ ټول ستاسې او ستاسو د مشرتابه د ملاتړ تر څنګ غواړو دا ډاډ هم څرګند کړو، چې د مور ورځ زمونږ لپاره هم خورا سمبولیکه ورځ ده او د دغې ورځې په بهیر کې ستاسو مینه او ملاتړ احساسوو.

دوی دواړو شاوخوا یوه ساعت خبرې وکړې. میرمن بایډن له دغو خبرو وروسته خبریالانو ته وویل: ومې غوښتل د مور پر ورځ دلته راشم. د اوکراین خلک باید واوري، چې دا جګړه باید ودرول شي؛ دا ظالمانه جګړه ده او د امریکا خلک د اوکراین د خلکو تر څنګ ولاړ دي.

نوموړې د سلواکیا له لارې اوکراین ته راغلې. هغې د مور ورځ په سلواکیا کې د اوکراین له کډوالو میندو سره ونمانځله او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د امریکا خلک ترې خپل ملاتړ روان ساتي.

د یو لړ څرګندونو له مخې؛ د امریکا د ولسمشر میرمن پر څلور ورځني سفر لویدیځې اروپا ته تللې، چې اوکرایني کډوالو او د هغوی کوربانه هېوادونو ته ډاډ ورکړي، چې امریکا ورسره ده.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ د فبرورۍ له ۲۴ نږدې ۶ میلیون اوکراینیان بېځایه شوي او نږدې ۷۴۰۰۰ یې په سلواکیا کې میشته شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو دوه اوونیو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن، د دفاع وزیر لویډ آسټین او د ولسي جرګې د مشرې نانسي پلوسي په ګډون امریکایي مشرانو له کییف څخه لیدنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version