تازه خبرونه

میلي د افغانستان د څارنې لپاره د روسیې پر وړاندیز خبرې وکړې- راپور

Published

on

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې؛ د امریکا د ګډو ځواکونو سټر درستیز جنرال مارک میلي د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین پر هغه وړاندیز، چې د افغانستان د څارنې لپاره دې په منځنۍ آسیا کې د روسیې له پوځي اډو کار واخلي؛ بحث او خبرې وکړې.

وال سټریټ ژورنال د امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې میلي تېره اوونۍ د روسیې له لوی درستیز والري ګیراسیموف سره د یوې ناستې پرمهال دا وړاندیز وکړ. د راپورونو له مخې، دا وړاندیز د امریکا د ولسمشر بایډن د ملي امنیت شورا د کارمندانو په غوښتنه ترسره شوی دی.

د ژورنال د څرګندونو له مخې؛ د جون پر ۱۶ په ژنیو کې ولسمشر پوتین د روسیې پر کوربتوب امریکايي ځواکونو ته د اډې ورکولو وړاندیز کړی و. د ملي امنیت شورا کارمندانو له میلي غوښتي وه، چې پدې اړه توضیحات ترلاسه کړي، چې آیا دا مشروع وړاندیز دی او که د بحث یو ټکی یې وبولو؟!

چارواکو ژورنال ته ویلي، چې ګیراسیموف پر وړاندیز د ټینګار پر مهال له ژمنې ډډه کړې.

کله، چې له هیل سره سترو درستیزانو د نظر څرګندولو اړیکه ونیوله؛ نو کرملین له نظر ورکولو څخه ډډه وکړه.

امریکا د افغانستان د څارنې لپاره له وتلو راپدیخوا د فارس خلیج پر اډو تکیه کړې، چې د امریکایي پرسونل او شونو موخو ترمنځ سلګونه میله واټن لري. د ژنیو د ناستې پر مهال پوتین د مرکزي آسیا په حکومتونو کې د پوځي لاسرسي په اړه له امریکایي هڅو سره خپل مخالفت څرګند کړ او پرځای یې د روسیې پوځي اډې د بدیل په توګه وړاندیز کړې.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ژورنال ته څرګنده کړې؛ امریکا به افغانستان ته نږدې د ځواکونو د ځای پر ځای کولو اجازه له روسیې ونه غواړي. که څه هم دوی غواړي د روسیې د ولسمشر پر دریځ ښه پوه شي.

د بایډن دې چارواکي ویلي؛ مونږ به د خپلو موخو پر بنسټ خپلې غوښتنې خپلواکه څارو.

له خپل روسي سیال سره د میلي د بحث په اړه دا راپور په داسې حال کې خپریږي، چې میلي تېره ورځ له دفاع وزیر لویډ آسټین سره په کنګره کې له افغانستان څخه د وتلو په اړه تر سختو پوښتنو لاندې راغلی دی.  

Trending

Exit mobile version