تازه خبرونه

میلیوني حرکت به مو د حکومت سقوط او کړکیچ رامنځته کړي- نور

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

له ترک توکمو سره په لیدنه کې عطامحمد نور ویلي، چې میلیوني حرکت به مو حکومت له سقوط سره مخ او اشرف غني به له ارګه وتلو ته اړ کړي.

نوموړی ولسمشر په هېواد کې د کړکېچ په را منځته کیدو تورنوي او خبرداری ورکوي، چې له ارګه به یې بهر کړي او خپل خلک به ارګ ته وردننه کړي.

د بلخ پخوانی والي د برښنایي تذکرو وېش په اوسني وخت کې پر ځینو قومونو ملنډې وهل بولي.

هغه زیاتوي؛ د ارګ له کړنو د تجزیي او خونړي جنګ بوي احساسوم. دوی دا کار قصدي کوي او غواړي تفرقه رامنځته کړي.

عطا محمد نور ټینګار کوي، چې اجازه نه ورکوي د ملي امنیت شورا د میلوني لاریون په منځ کې ځانمرګي ځای پر ځای کړي.

حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version