بی بی سی پښتو

مېرمنې؛ افغانستان کې د وړیو اوبدلو دودیز صنعت

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۹, ۱۳۹۹)
BBC

په افغانستان کې د کلیوالي مېرمنو لخوا د وړیو اوبدلو صنعت ډېره پخوانۍ مخینه لري، خو په وروستیو کې په کلیوالي سیمو کې د ناامنیو په زیاتېدو سره دغه صنعت ښارونو ته راغلی او ګڼ شمېر مېرمنې د غالیو او ګیلمو کارخونو لپاره تارونه اوبي.

اوس مهال له بلخ، فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو څخه سلګونه مېرمنې چې د جګړو له امله مزار شریف ښار ته راکډه شوي او هغو کارخونو لپاره په کمو پیسو تار اوبي چې په دې وروستیو کې د پلور بازار یې له لاسه ورکړی.

د مزارشریف په ډېری کمپونو کې بې ځایه شوې مېرمنې وايي د تار اوبدلو له لارې په اونۍ کې یوازې پنځوس افغانۍ ترلاسه کوي؛ خو دا چې د ګټې وټې نورې لارې نشته بیا هم له دغه کار څخه راضي دي.

BBC

د مزارشریف ختیځ لوري شل کېلومترۍ ته په “سخي کمپ” کې هغه بې ځایه شوې مېرمنې چې په دې وروستیو کې د جګړو له امله دې سیمي ته راکډه شوي.

دغه مېرمنې په یوه کور کې د مېږو وړیو اوبدلو لپاره راټولې شوې او څرخ په لاس تار اوبي چې د خپل ژوند تېرولو لپاره څه ګټه وټه ترلاسه کړي.

دغه مېرمنې په سړه هوا کې نیمې په پښو ولاړې او نیمې په څوکیو ناستې دي.

ګلچمن د دغو مېرمنو ښوونکې ده وايي ګډ کار د تارو اوبدلو کیفیت ښه کوي:

“موږ دلته یو کور لرو خو هغه درې څلور خونې لري، که چېرته مو ځای غټ اووسي او ټولې مېرمنې سره یوځای راټولې شي ګډ کار به ډېر ګټور وي.”

BBC

دا مېرمنې د افغانستان له ډېری جګړه ځپلو سیمو څخه دلته راکډه شوي چې ډېری یې کونډې او بې وزله دي.

له دغو مېرمنو څخه یوه ای ګل ده.

نوموړې وايي “موږ له سرپل راغلي یو، هلته زموږ په سیمه کې جګړه وه دلته مو د یوې مېرمنې په مرسته د تارو اوبدل پیل کړي په کور کې بله هېڅ بوختیا نه لرم دغه کار باندې هم راضي یو، هغه د کور ضرورت ورسره پوره کولی شم”.

BBC

په مزارشریف کې د افغاني غالیو اوبدلو یوې کارخونې مسئوله مریم دولتي وايي افغاني غالۍ ځکه ښه نوم لري، چې د کلیوالي مېرمنو له لوري په ډېر زیار او ښه کیفیت سره یې تارونه اوبدل کېږي.

مریم وايي د دغې کارخونې لپاره ۱۴۰ مېرمنې تار اوبي او همدا راز ۳۳۰ غالۍ اوبدونکې مېرمنې ورسره همکارې دي؛ خو په دې وروستیو کې افغاني غالیو بازار له لاسه ورکړی؛ خو بیا هم دوی هڅه کوي تر څو په کمو پیسو هم کارکوونکي وساتي او هم خپله کارخونه:

“کله چې کورونا پیل شوه زموږ کارونه ورسره ډېر زیانمن شول دلته مو په یو ارزانه سیمه کې هغو بې وزله او بې ځایه شوو مېرمنو لپاره د تارو اوبدل پیل کړل دوی له دغه کاره هم راضي ده ځکه اړتیا ورته لري او کار پسې ګرځي”.

BBC

د بلخ د سوداګرۍ او صنایع رئیس شېر احمد سپاهي زاده وايي د دې ترڅنګ چې په دې وروستیو کې د غالیو بازار کمزوری شوی؛ خو بیا هم د غالیو لپاره د کلیوالي او بې ځایه شوو مېرمنو له لوري د تارو اوبدلو کار دوام لري.

ښاغلی سپاهي زاده وايي له بهره وارد شوي بې کیفیته تارو د افغاني غالیو نوم بد کړی او هغه مېرمنې چې په ډېر زیار سره دغالیو لپاره تار اوبي ملاتړ یې باید وشي.

په فاریاب کې د مېرمنو فعاله امنه مخلص زاده وايي په تېرو دوو کلونو کې د دې ولایت په ډېری ولسوالیو کې هغه مېرمنې چې د غالیو او د تارو په اوبدلو بوختې وې د جګړو له امله بېکاره شوي او ډېرو خپلې سیمې پرېښي دي.

BBC

نوموړې وايي “ډېری هغه مېرمنې چې په ولسوالیو کې اوسي ګیلمو او غالیو ته د تارو په اوبدلو بوختې وې. خو جګړه او ناامني د دې لامل شوو چې ډېری کورنۍ ښارونو او نورو سیمو ته لاړې شي”.

په افغانستان کې له پخوا څخه د کلیوالي مېرمنو له لوري غالیو او ګیلمو ته د تارو اوبدلو رواج درلود، ډېری هغه غالۍ چې د افغانستان په شمال بلخ، فاریاب، سرپل او جوزجان کې اوبدل کېږي د همدې کلیوالي مېرمنو د ګوتو زیار او هڅې دي، چې په نړۍ کې یې ښه نوم پیدا کړی؛ خو د مسئولینو په خبره، په وروستیو کې له بهره وارد شوو بې کیفیته تارو یې کارونه پيکه او نوم یې زیانمن کړی.

Trending

Exit mobile version