سیمه ییز خبرونه

مېرمن سايره شكيب د آزادو سياليو له لارې د ولسوالې په توگه وگمارل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

سايره شكيب، چې په هېواد كې لومړې ښځينه ولسواله بلل كېږي د جوزجان ولايت د خواجه دو كوه ولسوالۍ د ولسوالې په توگه وگمارل شوه.

د جوزجان ولايت په خواجه دو كوه ولسوالۍ كې د هېواد په كچه په لومومړي ځل يوې ښځې د ولسوالې په توگه دنده پېل كړه.

مېرمن سايره شكيب د اداري اصلاحاتو د آزادو سياليو له لارې دغه څوكې ته لاره پېدا كړې ده.

نوموړې ژمنه كوې، چې د دغې ولسوالۍ د ستونزو په هوارولو كې به هڅه كوي.

په همدې حال كې د يادې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونكې شكايت لري، چې په سيمه كې يې د څښلو پاكې اوبه نه شته او د روغتيايي مركزونو او ښوونځيو له كمښت سره هم مخ دي، خو دولت په تېرو لسو كلونو كې دغو ستونزو ته پاملرنه نه ده كړې.

خو د جوزجان د والي مرستيال عبدالرحمن محمودي بيا ژمنه كوي دوى به د نوې ولسوالې د كاري پلانونو څخه ملاتړ وكړي او په سيمه كې به د بيا رغولو چارې پېل كړي.

خواجه دو كوه د جوزجان يوه له كليدي ولسواليو څخه شمېرل كېږي، خو په تېرو لسو كلونو كې د دغې ولسوالۍ د بيارغونې په برخه كې د دولت له خوا جدي پاملرنه نه ده شوې.

Trending

Exit mobile version