تازه خبرونه
مېرکل د درېيو ګوندونو جوړ ائتلاف په تشکيل کې ناکامه شوه
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل ونهتوانېدله له درېيو ګوندونو جوړ يو ائتلاف تشکيل کړي.
له دې سره په دغه هېواد کې د نويو پارلماني انتخاباتو امکان ته زمينه برابره شوه.
په پام کې وه دغه ائتلاف د هغې له محافظهکار مسيحي ډيموکراتانو، زرغون او تجارت پلوه خپلواکو ډموکراتانو تشکيل شي.
د خپلواکو ډموکراتانو د ګوند مشر کریستیان لیندنر وويل، مذاکرې ځکه ناکامه شوې چې د ښکېلو لورو ترمنځ اعتماد جوړونه له ناکامۍ سره مخامخه شوه.
انګلا مېرکل د ائتلاف لپاره له مذاکرو د خپلواکو ډموکراتانو ګوند د وتلو پر پرېکړه خپله خواشيني څرګنده کړې ده.
مېرکل ويلي چې په پام کې لري د جرمني له ولسمشر فرانک والټر شټاين ماير سره وګوري او له روان سياسي وضعيت څخهيې خبر کړي.