تازه خبرونه
ناامني د سیلانیانو په وړاندې ستر خنډ دی
افغان ولسمشر وايي، چې که ناامني نه وي، افغانستان ته به په کال کې له دوه تر پېنځه میلیون سیلانیان راشي.
افغانستان د توریزم لپاره په زړه پورې سیمې لري؛ خو د ناامنیو له کبله دغه صنعت له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
ولسمشر محمد اشرف غني، چې پر توریزم د تروریزم د ناوړه اغېزو په غونډه کې خبرې کولې؛ په بشپړ ټینګار یې زیاته کړې؛ افغانستان ته په کار ده، چې توریزم د ترهګرۍ خلاف د وسیلې په توګه وکاروي.
د نوموړي په وینا؛ ترهګرۍ ته به اجازه ورنکړي، چې افغانستان شاتګ ته اړ کړي.
د ولسمشر د اټکل له مخې؛ په افغانستان کې د امنیت ټينګښت به هر کال له دوه تر پېنځه میلیون سیلانیان رامات کړي.
ولسشمر دغه راز ویلي؛ د توریزم د ودې لپاره یې له فرانسوي لرغونپوهانو سره هوکړه کړې ، چې د افغانستان د لرغونو او تاریخي سیمو نقشه جوړه کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست رسول باوري هم روانې ناامنۍ او جګړې د توریزم لپاره ستر ګواښ وګاڼه او زیاتوي، چې له همدې کبله د افغانستان توریزم وده نده کړې.
مسوولین وايي، چې افغانستان تېر کال د توریزم له درکه پېنځه ویشت میلیون افغانۍ عواید تر لاسه کړی دی.