تازه خبرونه
ناامني د ټاکنو د ترسره کولو لپاره ستر ګواښ دی- صیاد
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې د تلې اته ویشتمه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ورځ اعلان شوې؛ خو ناامني د ټاکنو د تر سره کولو لپاره ستره ګواښ دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولینو څرګنده کړې، چې ناامنیو اندېښمن کړي؛ نو، ځکه یې پر امنیتي ارګانونو غږ کړی، چې د ټاکنو لپاره امنیت خوندي کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رييس ګلاجان عبدالبدیع صیاد وایي: هغه ټاکنې، چې د ترسره کیدو نېټه یې د چنګاښ(سرطان) ۱۶ ښودل شوې وه؛ د ۱۳۹۷ کال د تلې(میزان) پر ۲۸ تر سره کیږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ دا ځل به ټاکنې د تذکرو له مخې تر سره او د رایه ورکوونکیو د نوملړ ثبتولو بهیر به هم د وري پر پېنځه ویشتمه د ولایتونو په مرکزونو کې پیل شي.
ښاغلی صیاد زیاتوي، د وګړیو د ثبت او احوال اداره به هم لس میلیون کاغذي تذکرې پر خلکو ووېشي.
نوموړي دا هم په ډاګه کړې، چې د ۳۲ ولسوالیو د رای مرکزونه په نښه شوي نه دي.
امنیتي ځواکونو ژمنه کړې، چې د ناامنو سیمو امنیت به خوندي کوي.
د پوځ لوی درستیز شریف یفتلي ویلي، چې د ټاکنو د امنیت خوندي کول مونږ پخپلو لومړیتوبونو کې راوستی دی.
د نوموړي په وینا؛ د ټاکنو د امنیت خوندي کولو پلان جوړ شوی؛ ۲۳ ولایتونو ته یو شمېر توکي رسیدلي او پاتې سیمو ته د توکو رسول روان دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مسوولین وايي، چې یوولس میاشتې مخکې د دارالانشا رياست لپاره د وړ کسانو نوملړ ولسمشر ته استول شوی؛ خو تر اوسه یې په اړه څه ندي ویل شوي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ريیس عبدالعزیز اریايي زیاتوي: ولسمشر باید د دارالانشا د مشرانو په ورپېژندنه کې له بیړې کارواخلي او په اړه یې ژر پرېکړه وکړي.
د ټاکنو څارونکي بنسټونه په دې اړه نیوکه کوي او وایي؛ د ټاکنیزو کمیسیونونو کار په هغه کچه نه دی، چې د خلکو او څارونکیو بنسټونو باور تر لاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پسرلي په رارسیدو جګړو زور اخیستی او د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو مهالوېش اعلان کړی دی.
خبریال: فواد ناصري