تازه خبرونه

ناامنیو، فقر او غیر مسوول حکومت، خلک ناهیلي کړي- حنیف اتمر

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار په دې باور دی، چې ناامنیو، فقر او غیر مسوول حکومت، خلک ناهیلي کړي او له خلکو سره د حکومت له دروغو ډکو ژمنو پراخه ستونزې رامنځته کړې دي.

د ښځو د پیوستون په یوه غونډه کې د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار حنیف اتمر پر حکومت تور پورې کړ، چې په تېرو پېنځه کلونو کې یې له خلکو سره دروغجنې ژمنې کړي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ملي امنیت شورا د پخواني سلاکار حنیف اتمر په باور د حکومت د سلقوي چلند له کبله په هېواد کې یو سل و پنځوس زره کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې؛ ناامنیو، فقر او غیر مسوول حکومت هم خلک ناهیلي کړي دي.

د ملي وحدت حکومت چارواکو تر اوسه د حنیف اتمر دغو څرګندونو ته غبرګون ندی ښودلی. حنیف اتمر په ملي وحدت حکومت کې د ملي امنیت شورا سلاکار و او په تېرو حکومتونو کې یې یې په بېلا بېلو وزارتونو کې بېلابېلې دندې تر سره کړي دي. 

Trending

Exit mobile version