تازه خبرونه
ناتو به د نوي کال په پیل کې له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه وکړي
د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د یکشنبې پر شپه ویلي؛ اوس هغه څه روښانه دي، چې امریکا غواړي( په افغانستان کې د خپلو ځواکونو کچه راټیټه کړي) خو نه غواړي، چې هغه ځای پریږدي.
ستولتنبرګ هالیفاکس اینترنشنل ته څرګنده کړې؛ ناتو باید پرېکړه وکړي، چې آیا د راتلونکي کال په پیل کې له افغانستان څخه ووځي یا نه.
هغه دا هم ویلي؛ امریکا به په افغانستان کې د ناتو له نورو متحدینو ملاتړ روان وساتي.
ستولتنبرګ زیاته کړې: مونږ باید په یاد ولرو، چې په افغانستان کې له نیمایي ډېر سرتېري اوس امریکایي نه، بلکې د اروپایي اتحادیې او همکارو هېوادونو دي.
هغه زیاته کړې: مونږ په افغانستان کې یو او تر هغې به وو، چې افغانستان د نړیوالو ترهګرو لپاره خوندي ځای نشي.
نوموړي ویلي؛ ناتو د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې له روان بهیره ملاتړ کوي. د طالبانو او امریکا تر منځ د هوکړې یوه برخه داده، چې بهرني سرتېري باید د راتلونکي کال د می په میاشت کې له افغانستان څخه ووځي.
اوسمهال ناتو په افغانستان کې ۱۱۰۰۰ سرتېري لري او د امریکا تمه دا ده، چې په راتلونکیو اوونیو کې د خپلو سرتېرو شمېر له له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته را ټیټ کړي.