تازه خبرونه

ناتو به هر کال له افغانستان سره ۵ میلیارد دالر مرسته کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

متحده ایالتو او د ناتو نورو غړیو هېوادونو د وارسا په ناسته کې په ګډه د ۵ میلیارد دالرو ژمنه کړې، چې تر ۲۰۲۰ کال پورې افغان امنیتي ځواکونه پرې وچلوي.

افغانستان دا مهال څه باندې ۳۵۰ زره امنیتي ځواکونه لري، چې کلنی لګښت یې شاوخوا ۵ ميلیارددالر اټکل شوي.

متحده ایالتو د افغان ځواکونو د تمویل له پاره په کال کې د ۴ ميلیارد دالرو ژمنه کړې، چې پاتې نورې به یې ناتو ورته برابروي. 

د ناتو سرمنشي په یوه ګډه خبري ناسته کې ویلي، چې د دې ناستې یوه ستره لاسته راوړنه دا وه، چې مونږ اوس د امریکا له څلور میلیون دالرو پرته د یو میلیون دالرو برخمن یو او مونږ د خپلو ژمنو د تر سره کولو له پاره د اړتیا وړ پیسې لرو؛ ځکه ، نو مونږ ډېر نږدې شوي یو.

دغه مرسته څلورکاله وړاندې په ۲۰۱۲ کال د شیکاګو په ناسته کې اعلام شوې وه، چې تر ۲۰۱۷ کاله به روانه وي.

د ناتو عمومي منشي وایي، چې د افغانستان له ځواکونو به زمونږ ملاتړ تر ۲۰۲۰ کاله روان وي؛ خو ناتو ځواکونه به د جګړې ډګر ته نه وردانګي، یوازې به د روزنې او مشورې دندې تر سره کوي.

د هغه په وینا؛ د غوڅ ملاتړ ماموریت جنګي نه دی، مونږ به د افغان ځواکونو روزنیزه مرسته روانه ساتو. مونږ په تېرو څو کلونو کې افغان ځواکونه جوړ کړل، چې وتوانیدل امنیتي مسوولیتونه خپل کړي.

هغه له داعش سره د طالبانو د څو ډلو د یوځای کیدو په اړه وویل؛ مونږ داسې ګزارشونه هم تر لاسه کړي، چې یو شمېرطالبانو د نوم په بدلولو د داعش ملاتړ کړی دی. مونږ به د افغان ځواکونو پیاوړتیا روانه ساتو، چې له ټولو ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړي او خپل هېواد ته ثبات راولي.

د وارسا په سرمشریزه کې د افغان چارواکو غوښتنې هم دا وې، چې ناتو یې د هېواد د امنیتي ځواکونو تمویل، تجهیز، روزنې او ملاتړ ته دوام ورکړي.

خبریال: شریف حسنیار

Trending

Exit mobile version