تازه خبرونه
ناتو تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغان ځواکونو د مالي ملاتړ ډاډ بیا تکرار کړ
د دوشنبې پر ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ناتو څرګنده کړې، چې د افغانستان د ملي اردو د وجهي صندوق بورد په خپله عمومي غونډه کې له افغان امنیتي ځواکونو څخه د مالي ملاتړ پر پلي کولو بیاکتنه کړې ده.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د دې سازمان غړیو د ۲۰۲۱ کال لپاره له افغان ځواکونو سره پخپلې مالي مرستې بحث او خبرې وکړې او د ۲۰۲۴ کال پورې به له افغان امنیتي ځواکونو سره د مالي مرستې چمتو کولو په اړه خپلې ژمنې تکرار کړي.
د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ په دې ناسته کې ویلي؛ د نن ورځې ژمنې هغه ډاډ پیاوړی کړو، چې له ۲۰۲۰ کال وروسته به له افغان امنیتي ځواکونو سره زموږ مالي ملاتړ هم روان وساتل شي.
نوموړي زیاته کړې؛ له افغان ځواکونو سره د نړیوالې مرستې د وجهي صندوق د جوړیدو له ورځې د ۲۰۲۰ کال تر اکتوبر تر ۵ ټوله مرسته ۳.۲ میلیارد ډالرو ته رسيږي.
د ناتو تر مشرۍ لاندې د افغانستان د ملي اردو وجهي صندوق په ۲۰۰۷ کال کې جوړ شوی دی. دې مرستو د تمویل، تجهیز او وړتیاوو د رامنځته کولو په ګډون د افغان ځواکونو په مسلکي روزنې، سواد او پوځي زدکړو او اړوند نورو هڅو د تمویلولو او د افغان امنیتي ځواکونو په اغیزمنتوب، ودې او پایښت کې بنسټیز رول لوبولی دی.
دغه وجهي صندوق د نړیوالې ټولنې لخوا د مرستې لپاره خلاص شوی دی.
دا د هغو درې تمویل کوونکیو څخه یو دی، چې د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان امنیتي ځواکونو او بنسټونو ته د مالي مرستې ورکولو لپاره کارول کیږي.
نور دوه بنسټونه د افغانستان لپاره د قانون او نظم وجهي صندوق (ال او تی اف ای) د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او بل د افغانستان لپاره د امریکا د امنیتي ځواکونو وجهي صندوق ( ای اس اف اف) دی.