تازه خبرونه

ناتو د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان څخه د ملاتړ پر روان ساتلو ټینګار کړی

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱, ۱۴۰۰)

د ناټو عمومي منشي ینس سټولتنبرګ ویلي؛ ناټو به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په درې بنسټیزو برخو کې له افغانستان ملاتړ روان ساتي.

ینس سټولټنبرګ نن د فرانسې له ولسمشر ایمانویل میکرون سره د یوې غونډې پر مهال ویلي؛ څنګه، چې په افغانستان کې زمونږ د غوڅ ملاتړ ماموریت پای ته رسېدلی؛ نو مونږ د اړیکو د یو نوی څپرکي پرانیسته کوو. د ناتو راتلونکی ملاتړ به درې بنسټیزې ستنې ولري.

مونږ به په دې درې واړو برخو کې له ظرفیت جوړونې، له امنیتی بنسټونو مالي ملاتړ او له افغانستان څخه بهر د افغان ځواکونو روزنه او دغه راز د تدارکاتي سکتور په ګډون به د کابل له هوایي ډګره ملاتړ کوو.

سټولټنبرګ ویلي؛ له هرڅه لومړی مونږ نیت لرو، چې امنیتي ادارو ته د مشورې او ظرفیت جوړونې ملاتړ چمتو کړو او همدارنګه له امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ وکړو.

نوموړی وایي؛ په دوه یم ګام کې غواړو، چې له افغانستان څخه بهر افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړي توګه د ځانګړو عملیاتو ځواکونو ته نظامي روزنه برابره کړو.

هغه زیاته کړې؛ درېیم پلان مو دادی، چې د کابل هوای ډګر عملیاتو د ملاتړ لپاره د خدماتو بودجوي ملاتړ رامنځته کړو.

ښاغلي سټولټنبرګ ټینګار کوي، چې دا هرڅه به د ناټو متحدینو او نړیواې ټولې ته د دې ځواک ورکړي، د افغانستان له خلکو سره مرستې او د سولې هڅې روانې وساتي.

Trending

Exit mobile version