تازه خبرونه
ناتو د خپلو اوږود مهاله مرستو او همکاریو ډاډ څرگند کړ
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وایي، چې د ناتو سازمان دفاع وزیرانو زمونږ غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی دی.
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر معصوم ستانکزي دغه څرگندونې تېره ورځ د بلجیم په بروکسل ښار کې د ناتو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې یوې خبري غونډه ته کړي دي.
د ناتو د دوه ورځنۍ غونډې دوه یمه ورځ افغانستان ته ځانگړې شوې وه، چې په کې د ناتو روان سیاسي او امنیتي ماموریت وارزول شو.
معصوم ستانکزي په دغه خبري غونډه کې وویل، چې د ناټو سازمان یو ځل بیا افغانستان سره د خپلو اوږود مهاله مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی. هغه زیاته کړه، چې ددفاع وزیرانو له دافغانستان ژمنه وکړه، چې د دغه هیواد هوایي ځواک وړتیاوې به زیاتوي.