تازه خبرونه
ناتو د هلمند په اړوند سیمو کې وسلوال طالبان بمبارد کړي
په هلمند کې د وسلوالو طالبانو له بریدونو وروسته ناتو یو ځل بیا طالب وسلوال بمبارد کړي دي.
د هلمند د مرکز لښکرګاه په ګډون د دغه ولایت په ګڼو سیمو کې له تېرو درې ورځو راپدیخوا د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ سختې جګړې روانې دي؛ چاه انجیر، د لښکرګاه څلورمې حوزې باباجي سیمه، نادعلي ولسوالي او د لښکرګاه په عمومي سړک کې سختې جګړې شوي.
په همدې حال کې ناټو له اوږده ځنډ وروسته په هلمند کې پر طالب جنګیالیو هوايي بریدونه کړي دي.
د ناتو د غوڅ ملاتړ عمومي قومندان سکات میلر ويلي، چې دا هوايي بریدونه یې په دوحه کې له طالبانو سره د سولې هوکړې له مخې کړي دي.
د میلر په وینا؛ د طالبانو بریدونه د دوحې له هوکړې سره په ټکر کې دي او د ژر تر ژره دریدو غوښتنه یې کړې ده.
د جنرال میلر د څرګندونو له مخې؛ طالبان باید ژر تر ژره په هلمند کې تهاجمي بریدونه و دروي او په ټول هېواد کې تاوتریخوالی کم کړي. د طالبانو دا بریدونه د دوحې له هوکړې سره په ټکر کې دي او د سولې مذاکراتو ته زیان اړوي. که طالبان پر افغان ځواکونو بریدونه کوي، مونږ به د افغان ځواکونو ملاتړ وکړو.
د هلمند امنیه قومندان خلیل الرحمان جواد ویلي، چې دې ولایت ته تازه دمي افغان سرتېري رارسیدلي؛ د ځمکې او هوا له لارې یې پر وسلوالو طالبانو بریدونه پیل کړي او پر شا تمبول شوي دي.
د دغې جګړې په انځورونو کې د طالبانو پاتې جسدونه ښکاري؛ خو په دې انځورونو کې بیا د لښکرګاه تر دروازو پورې د طالبانو پرمختګ رپي هم لیدل کیږي.
د دې ولایت د ولایتي شورا مشر عطاالله افغان منلې، جې د ښار خینې برخې طالبانو نیولي دي.
په هلمند کې د تازه جګړو له وېرې سلګونه کورنۍ له خپلو مینو بیځایه شوي او د جګړو له سیمو په تېښته کې دي.
په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې له مخې؛ طالبانو ژمنه کړې، چې په لویو ښارونو او لویو لارو به بریدونه نکوي. له دې ټولو سره سره په دوحه کې د حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو ته سترګې ور اوړي، چې که دوی روانې جګړې ودروي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل یوه تویت کې ویلي؛ مجاهدین د خلکو په غوښتنه بېرته هغو سیمو ته ستانه شول، چې مخکې یې هم په ولکه کې وې.