تازه خبرونه
ناتو له خپلو متحدینو سره د کابل هوایي ډګر پر امنیت او ساتلو کار کوي
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون د جمعې پر ورځ د غبرګولي ۲۱ ویلي، چې ناټو له خپلو متحدینو سره د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د بېخبناوو د ساتلو پر څرنګوالي هڅې او کار کوي.
سټولټنبرګ یوې خبري غونډې ته څرګنده کړې، چې په راروانه سرمشریزه کې به د افغانستان په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وشي.
نوموړي زیاته کړې: زمونږ نظامي شتون پای ته رسیدونکی دی؛ خو له افغان ځواکونو او خلکو به زمونږ ملاتړ روان وي.
د ناټو عمومي منشي ویلي: مونږ ټول نه یوازې په افغانستان کې له ننګونو او ستونزو خبر یو، بلکې مونږ اوس هم د خپل پوځي ماموریت د پای ته رسیدو پر خطرونو پوهیږو.
د ناټو عمومي منشي ینس ستولټنبرګ وايي، چې هغه په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د زیربناوو له ساتنې ملاتړ کوي.
ینس سټولټنبرګ په دې اړه ویلي؛ مونږ د ناټو له متحدینو سره د مهمو زیربناوو د ساتنې پر څرنګوالي او ملاتړ کار کوو او دې ته هم سترګې پر لار یو، چې د ناټو نور غړي هم په دې هڅو کې برخه واخلي.
سټولټنبرګ ویلي، چې د ناټو متحدین د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت په اړه له ترکیې او نورو هېوادونو سره پر نړیوالو معیارونو بحث او خبرې کوي.
دا نه یوازې د ناټو لپاره، بلکې د ټولې نړیوالې ټولنې لپاره اړین هوایي ډګر دی؛ ځکه د ټولو هېوادونو د ډیپلوماټیک شتون، د مرستندویه بنسټونود مرستو د براختیا لپاره هم مهم دی.
د ناټو عمومي منشي ډاډ څرګند کړ، چې په دې اړه به د ناتو په راروانه ناسته کې خبرې وشي.