سیمه ییز خبرونه

ناتو په افغانستان كې د خپلو پاتې كيدونكيو سرتېرو پر شمېر كار كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ناتو له ۲۰۱۴م كال وروسته په افغانستان كې د خپلو پاتې كيدونكيو نړيوالو سرتېرو پرټاكلي شمېر غور كوي.

په داسې حال كې، چې له افغانستان څخه د نړيوالو سرتېرو د وتلو نېټه د هرې ورځې په تېريدو رالنډيږي؛ خو سر له اوسه د دغو سرتېرو د پاتې كيدو پر څرنگوالي بحثونه روان دي.

ټاكل شوې ، چې د دوشنبې په ورځ( د تلې ۲۹) د امريكا دفاع وزيد او د ناتو د غړيو هېوادونو دفاع وزيران د افغانستان په وروستيو حالاتو ډاډمنې خبرې وكړي.

دغه خبرې واشنگتن ته د پاكستان د لومړي وزير نواز شريف له سفر سره همهاله رامنځته كيږي او دا هيله ور سره نغښتې، چې واشنگتن به د پاكستان لومړى وزير اړ كړي، چې د افغانستان د سولي په بهير كې آسانتياوې رامنځته كړي.

د امريكا د بهرنيو چارو د وزارت وياند جيمز پساكي وايي:

د امريكا ولسمشر او د بهرنيو چارو وزير به نن په دې اړه د پاكستان له لومړي وزير سره وگوري.

سي ان ان تلويزيوني شبكي د امريكا د دفاع وزارت د چارواكو د خبرو له مخې په ډاگه كړې، چې كيداى شي له ۲۰۱۴م كال وروسته به په افغانستان كې له اته څخه تر دولس زره سرتېري پاتې شي.

د دغې سرچينې په وينا، له دغو سرتېرو څخه به ۳ يا ۴ زره د ناتو د غړيو هېوادونو او پاتې نور به امريكايي سرتېري وي.

له ۲۰۱۴م كال وروسته به د پاتې كيدونكيو امريكايي سرتېرو دنده د افغان سرتېرو روزنه او له هغو سره گډه مرسته وي.

Trending

Exit mobile version