تازه خبرونه

ناتو په افغانستان کې د سولې له بهیره ملاتړ ته چمتوالی څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۱, ۱۳۹۹)

د ناتو لوی منشي ینس ستولتنبرګ د سولې له پلان شویو خبرو اترو څخه د هرکلی تر څنګ څرګندوي، چې مونږ له دې بهیره ملاتړ ته په افغانستان کې خپل شتون چمتو کوو.

د ناتو لویمنشي په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې: ما له ولسمشر غني او د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره خبرې کړي او د افغانانو تر منځ له راتلونکیو خبرو هرکلی کړم. ټولې خواوې باید د سولې لپاره دا تاریخي فرصت وکاروي. ناتو د ترهګرۍ پروړاندې په مبارزه کې له افغانستان سره ولاړ ده؛ ځکه، چې مونږ د سولې له بهیره ملاتړ ته خپل شتون چمتو کوو.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه ولسمشر اشرف غني د طالبانو د ۴۰۰ ناندریزو بندیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ د طالب بندیانو د خوشې کیدو د فرمان لاسلیک کیدل منلې او وایي، چې د لاسلیک د مراسمو پر مهال یو شمېر افغان مشران هم حاضر ول.

د یکشنبې پر ورځ د سولې مشورتي لویې جرګې ولسمشر ته وړاندیز وکړ، چې ۴۰۰ طالب بندیان  دې خوشې شي. که څه هم تر منځ یې د خونړیو بریدونو د ترسره کولو مشران هم شته دی.

حکومت ویلي؛ د یکشنبې پر ورځ په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې ترسره کیدونکې دي او ټاکل شوې، چې د حکومت مرکچي پلاوی د چارشنبې پر ورځ له کابله د قطر پر لوري روان شي.

Trending

Exit mobile version