سیمه ییز خبرونه
ناتو په بروكسل كې د افغان امنيتي ځواكونو پر روزنه ټينگار وكړ
د چارشنبې په ورځ(د سلواغې ۲) په بروكسل كې د ناتو دوه ورځنۍ غونډه پيل شوه. ناتو په دغه غونډه كې له افغان ځواكونو د خپل ملاتړ پر دوام ټينگار وكړ.
د ناتو د پوځي كميټې رييس كويد برتيلز په ډاگه كړه، چې همدا اوس له افغان چارواكو سره د هوايي ځواك پر پياوړتيا خبرې كوو. دغه راز اړتيا ده، چې د افغانستان د ټاكنو د امنيت د ټينگښت لپاره هم خبرې دوام پيدا كړي.
د ناتو په دغه غونډه كې په دې هم ټينگار وشو، چې د ناتو او روسيې تر منځ هم ستراتيژيكې اړيكې پياوړي شي.
ښاغلي كويد برتيلز زياته كړې، چې غواړو له دغې لارې د ناتو او روسيې اړيكې هم پياوړي شي او له روسيې څخه افغانستان ته به د چورلكو پر ليږد هم خبرې وكړو.
د نتټو مسوولين وايي، چې د غونډې په دوه يمه ورځ به له نړيوالو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو پر ليږد هم خبرې تر سره شي.
د يادونې وړ ده، چې ملي دفاع وزارت په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي.