تازه خبرونه
ناتو یو ایټالوي جنرال د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو د مرستیال په توګه ټاکلی
ناټو په ډاګه کړې، چې یو ایټالیاوي جنرال نیکولا زانلي یې په افغانستان کې د بریټانیاوي جنرال ګیلس هیل پر ځای د ناټو په مشرۍ د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو د نوي مرستیال په توګه ټاکلی دی.
د نیکولا زانلي د پېژندنې په جوړوشویو مراسمو کې د دغه ماموریت پخواني مرستیال هیل له قومندان جنرال سکاټ میلر او د ناټو له زرګونه سرتېرو څخه مننه وکړه، چې سولې ته یې د نږدې کیدو په لاره کې له افغان ځواکونو ملاتړ کړی دی.
ناټو په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې د ماموریت نوي مرستیال د دغه ماموریت لپاره د ایټالیا پر ملاتړ هم ټینګار کړی دی.
هغه په تېرو کلونو کې د افغانانو د لاسته راوړنو د خوندي کولو په اړه د افغان ځواکونو له قربانیو څخه د ملاتړ پر اهمیت هم ټینګار څرګند کړی او وایي، چې دغه ملاتړ به روان وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر پر لومړۍ نېټه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته ویلي، چې ټول متحدین دې ماموریت ته ژمن پاتې کیږي او د تروریزم په وړاندې مبارزه کې نه یوازې له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي، بلکې تر ۲۰۲۴ پورې به مالي ملاتړ هم روان ساتي.