1393ټاكنې
نادر نادري: په ټاکنو کې درغلۍ او سرغړونې اندېښنونکې ندي
فیفا د لومړنیو ریپوټونو به خپرولو سره د ولسمشریزو او ولایتی شوراګانو په ټاکنو کې له سرغړونو او درغلیو څخه خبر ورکوي. په دې ریپوټ کې داسي راغلي:
په ۹۹۸ مرکزونو کې د کم عمره کسانو رای ورکونه
په ۵۰۷ مرکزونو کې د مېرمنو له کارتونو څخه د نارینو ګټه پورته کونه
د امنیتي ګواښونو له امله له ټاکل شوي وقت څخه وړاندې د ۴۳۷ مرکزونو تړل کېدل
په ۳۲۳ مرکزونو کې د امنیتي ګواښونو شتون
له بلې خوا فیفا وايي، د رای ورکونې په ۱۴۱ مرکزونو کې د راې صندقونه د یو مشخص کاندید په ګټه ډګ شوي دي.
په ۲۳۰۵ مرکزونو کې له ټاکل شوي وقت څخه وروسته د مرکزونو پرانیستل کېدنه
په ټاکل شوي وقت د ۱۷۲۸ مرکزونو نه تړل کېدل.
د راې ورکونې د ۹۶۶ مرکزونو په ۱۰۰ کیلو مټری کې د کمپاینونو نښې
په ۷۵۹ مرکزونو کې د راې د پآڼو کمېدل
په ۲۹۸ مرکزونو کې د فیفا ناظرینو ته د نظارت اجازه نه ورکول
او په ۲۵۹ مرکزونو کې د بی کیفیت رنګ استعمال له هغو مواردو څخه و، چې د فیفا په ریپورټ کې ورته اشاره شوې ده.
له دې ټولو سره سره د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا رئیس نادر نادري په ټاکنو کې درغلی او سرغړونې اندېښنونکې نه بولي.
په همدې حال کې د فیفا اجرایوي مشر جانداد سپین غر د ټاکنو د پایلې د روڼوالي لپاره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیونونو څخه غواړې، چي له وړاندوېنې څخه ډډه وکړي ترڅو وروستئ پایله د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ وي.
فیفا وایې، چې په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون د دې ښکارندویي کوي، چې د افغانستان خلک د خپلواکئ او د تروریزم پر وړاندې د مبارزې غوښتونکې دي.