سیمه ییز خبرونه

ناروې تر ۲۰۱۷ کال پوری له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ناروې به تر ۲۰۱۷ كال پورې هر كال له افغانستان سره د ۱۳۰ ميليون ډالرو مرسته كوي، چې د دې مرستو شل په سلو كې به فارياب ته ځانګړې وي. په كابل كې د ناروې سفير فارياب ته د چهار شنبې په ورځ د سفر پر مهال دا ټكى څرګند كړ.

په كابل كې د ناروې سفير فارياب ته د چهارشنبې په ورځ ( د وري ۲۸ ) د سفر پر مهال ويلي:

هېواد يې تر ۲۰۱۷ كال پورې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام وركوي.

د دغه نارويژي ديپلومات په وېنا، تر ۲۰۱۷ كال پورې به هر كال ناروې له افغانستان سره د ۱۳۰ ميليون ډالرو مرسته كوي، چې شل په سلو كې به يې فارياب ته ځانګړې وي.

په كابل كې د ناروې سفير نیلس هاگستاد همدارنګه ووېل، ناروې هوډ لري، چې په فارياب كې له پراختيايي پروګرامونو ملاتړ وكړي، او افغانستان ته د ناروې له خوا د ځانګړو شويو مرستو شل په سلو كې، چې ۲۶ ميليون ډالر كېږي، فارياب ته وركول كېږي.

د ناروې سفيرهمدارنګه وايې، فارياب ته يې د سفر موخه د دې ولايت د روان حالت څېړل او د ناروېژي سرتېرو له وتو وروسته په بيا رغاونه كې د مهمو پروژو په ګوته كول دي.

د فارياب والي محمد الله بتاش ناروې د دې ولايت په بيا رغاونه كې ستر مرستندوى هېواد وباله او د دې هېواد له سفير څخه يې د ځينو بنسټيزو پروژو په تطبيق كې د همكاريو غوښتنه وكړه.

ناروې د طالبانو د رژيم له پرځېدو وروسته په فارياب كې شاوخوا ۵۰۰ سرتېري ځاى پر ځاى كړل، چې تېر ميلادي كال يې له دې ولايت څخه خپل سرتېري ويستلي، خو د پراختيايي پروګرامونو لپاره يې مرستې لا هم دوام لري.

Trending

Exit mobile version