تازه خبرونه
ناروې د اسلامي امارت له رسمیت پېژندلو ډډه کوي
د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکین هویټفیلډ د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې د دغه هېواد هر ډول هڅې رد کړې او څرګندوي، چې پدې اړه دمګړۍ کوم پروګرام نلري.
هغې د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د وینا پر مهال څرګنده کړې؛ ناروې د طالبانو(اسلامي امارت) رسمیت پېژندلو ته زړه ښه کړی ندی او نه به دا کار وکړي.
د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي په دې وروستيو کې د اوسلو له غونډې څخه له راستنيدو وروسته ويلي وه، چې اسلامي امارت په تدريجي ډول نړيوالې پېژندګلوۍ ته نږدې کيږي.
مولوي متقي د اوسلو غونډه هم مثبته ارزولې وه.
د اوسلو په غونډه کې پر ناروې سربېره، چې د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي کوربتوب یې کړی؛ د نړۍ نورو هېوادونو هم د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته لیوالتیا نده ښکاره کړې.
د ټول شموله حکومت جوړول، د ښځو بشري حقونه او د نجونو ښوونځیو ته تګ ته درناوى د اسلامي امارت د پېژندلو لپاره د نړيوالې ټولنې بنسټیز شرطونه دي.
