تازه خبرونه

ناروې له افغانستان سره ۲۲ میلیون دالر مرسته کوي

Published

on

د ناروې حکومت څرګنده کړې، چې دغه هېواد به د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک له لارې د افغانستان لپاره د خوراکي توکو د خوندیتوب او بنسټیزو خدمتونو د کچې د لوړولو لپاره ۲۲ میلیون دالر نوره مرسته وکړي.

د ناروې حکومت په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې د افغانستان خلک له اقتصادي رکود سره مخ دي او په دغه هېواد کې بشري اړتیاوې مخ پر زیاتېدو دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر انیکین هوتفیلت ویلي، چې د هېواد دا نوې مرستې به د روغتیا او پوهنې په برخو کې ولګول شي.

ده زياته کړې: اړينه ده، چې ماشومان، نجونې او هلکان دغو خدمتونو ته بشپړ لاسرسى ولري.

د ناروې د حکومت په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې ډېري افغانان د خوراکي توکو له نه خوندیتوب، بېکارۍ او بېوزلۍ سره مخ دي او لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نلري.

هوتفیلت وایي؛ د تېر کال په اوږدو کې، ناروې له بشري مرستو پرته طالبانو (اسلامي امارت) ته نه، بلکې د افغانستان خلکو ته مرستې رسولې دي. دا په داسې یو هېواد کې ننګونه ده، چې مونږ معمولاً له دې چارواکو سره همکاري نه کوو. د ناروي لومړیتوب دا دی، چې خلک له هغو مرستو ګټه پورته کړي، چې مونږ یې چمتو کوو.

ناروې د روان کال له پیله تر اوسه له افغانستان سره ۷۰ میلیون دالر مرسته کړې ده.

Trending

Exit mobile version