تازه خبرونه

ناروې له اړمنو افغانانو سره د نغدي مرستو غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۶, ۱۴۰۰)

ناروې د سې شنبې پر ورځ (د لړم ۲۵) د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې اړمنو افغانانو ته د نغدو پیسو په ورکولو کې له ملګرو ملتونو سره مرسته وکړي.

دغه هېواد ویلي؛ دغه نغدې پیسې به نېغ په نېغه پر اړمنو افغانانو ووېشل شي، چې په ژمي کې مړه نشي.

د ناروې بهرنیو چارو وزیرې هنیکن هیوتفیلډ رویټرز ته ویلي، چې هېواد یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له بودیجې سره د ۲۳ میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

هغې زیاته کړې: مونږ له نورو هېوادونو څخه هم غواړو، چې د جدي بشري ناورین او شونې قحطۍ د مخنیوي او افغانانو سره د مرستې لپاره ګډ کار وکړي.

په افغانستان کې له ناوړه اقتصادي وضعیت له رامنځته کېدو وروسته  ملګرو ملتونو تېره میاشت د مرستي صندوق جوړ کړ، چې په مستقیمه توګه اړمنو کورنیو ته مرستې ورسوي.

ټاکل شوې، چې نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه وکړي او د افغانستان په اړه به دې موضوع ته هم پاملرنه راواړول شي.

ملګري ملتونه وايي؛ په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر، چې په نږدې راتلونکي کې د قحطۍ په حالت کې ژوند کوي اته اعشاریه اووه میلیون کسانو ته رسېدلی. دغه شمېر د روان کال د پیل په پرتله درې میلیون ډېر شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کوي، چې شاوخوا ۲۴ میلیون وګړي یا د افغانستان ۶۰ سلنه نفوس له لوږې سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د روان کال تر پایه به د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې وي.

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي، چې د روان کال تر پایه به په افغانستان کې شاوخوا درې اعشاریه دوه میلیون ماشومان، چې عمرونه یې له پېنځه کلونو لږ وي؛ له خوارځواکۍ سره مخ شي.

Trending

Exit mobile version