تازه خبرونه
ناروې په افغانستان کې له تلپاتې سولې ملاتړ کوي
د افغانستان د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي غړیو فوزیه کوفي او فاطمه ګیلاني د ناروې له بهرنیو چارو وزیر سره د انلاین ناستې له لارې د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو پر هڅو بحث او خبرې کړې دي.
فاطمه ګیلاني وايي، چې افغان میرمنو له تېرو ستونزو غوره تجربې ترلاسه کړي او د دوی لاسته راوړنې باید وساتل شي.
میرمن ګیلاني زیاته کړې: په سیاست کې د ښځو ونډه د هېواد په روښانه راتلونکي کې ځانګړی اهمیت لري.
هغې ویلي: په بېلابېلو برخو کې زمونږ لاسته راوړنې اړینې دي.
هغې زیاته کړې، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د ملګرو ملتونو، د سیمې هېوادونو په ځانګړي توګه د ګاونډ هېوادونو هڅې اړینې دي او باید له نړیوالې ټولنې سره په نږدې همغږۍ کې وکارول شي.
دغه راز د سولې خپلمنځي خبرو د یاد پلاوي بلې غړې فوزیه کوفي د تاوتریخوالي کمولو او اوربند اعلانولو په اړه د خپلې ډلې ډلې پر پرمختګونو او هڅو خبرې وکړې.
کوفي په دې اړه ویلي؛ د افغانستان د سولې بهیر پرمختګ لپاره روښانه میکانیزم ته اړتیا ده او د افغانستان جمهوریت پلوی پلاوی پدې اړه کار کوي.
هغې له نړیوالو همکارانو هم غوښتي، چې افغانستان ته د سولې راوستو لپاره هڅې ګړندي کړي او زیاتوي، چې په افغانستان کې ثبات د سیمې د هېوادونو په ګټه هم دی.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیرهم په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره له روانو هڅو ملاتړ وکړ او وایي، چې ناروې په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځته کولو لپاره له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کوي.
دا په داسې حال کې، چې امریکا غواړي په افغانستان کې د سولې بهیر ګړندۍ کړي او د همدې لپاره د افغانستان د سولې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد اړوند هېوادونو ته خپل سفرونه پیل کړي دي.