ساینس او ټیکنالوژي
ناسا د مشتري د سپوږمکیو په اړه لومړنۍ خلایي څېړنه پیل کړه
ناسا د شنبې پر ورځ (د لړم لومړۍ / د اکتوبر ۲۳) د مشتري پر شاوخوا د ټروا پر ستورو د راڅرخېدلو ماموریت پیل کړ.
د پوهانو پر اند په دې تشه کې له لمره د دوه لویو بېلې شویو ډبرو، چې یوه یې د مشتري مخې ته او بل یې شاته حرکت لري؛ څېړنه کوي.
دوی باور لري؛ دا د لومړنيو موادو پاتې شوني دي، چې د لمریز سیسټم بهرني ستوري جوړوي.
ساینس پوهان پدې اند دي، چې دغه دوه ډبرې زمونږ د لمریز غونډال( شمسي نظام) د جوړیدو پاتې شوني دي.
دا فضايي بیړۍ نن د فلوریډا له کیپ کاناورال هوایي اډې د اطلس وي توغندي پر مرسته توغول شوې ده.
دغه څېړنیز ستورمزلی لوسي نومیږي او ناسا هیله لري، چې له مونږ سره به د لمریز غونډال په جوړیدو او ښه پوهیدو کې مرسته وکړي.
دا به لومړنی ماموریت وي، چې د ټروا ستوریو پر څېړنه او کشف راڅرخي.
د راپور له مخې؛ ترټولو لوی پېژندل شوي ټروا ستوري، چې د یوناني افسانوي جنګیالیو پر نومونو نومول شوي؛ د قطر کچه یې ۲۲۵ کیلومټره (۱۴۰ میله) ده.
ساینس پوهان هیله من دي، چې اووه ټروا ستوریو ته د لوسي نږدې الوتنه به د شمسي سیسټم د ستوریو د جوړېدو څرنګوالی، چې شاوخوا ۴.۵ میلیارډ کاله دمخه رامنځته شوي؛ د دوی اوسنی جوړښت هم راښکاره کړي.
ناسا ویلي، چې دغه ستوري د کاربن پوره مرکبونو لري، چې ان په ځمکه کې به د عضوي موادو او د ژوندانه د سرچینې په اړه نوي لیدونه وړاندې کړي.
دغه ماموریت به د انسان د نیکه په اړه، چې فوسیل یې ډونالډ جوهانسن د لوسي پر نوم په ۱۹۷۴ زېږدیز کال کې له ایټوپیا تر لاسه کړی؛ د آسمان برښنایي ټک ونومول شي.
لوسي ستورمزلې بېړۍ به په فضایي الوت کې د تاریخ بله پاڼه واړوي او بریالۍ به ځمکې ته بیرته راستنیږي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ ناسا څرګنده کړې، چې دغه ۱۲ کلن ماموریت د لمریز غونډال(سیسټم) د پوره پوهیدنې لپاره پیل شوی دی.