ساینس او ټیکنالوژي
ناسا د نړۍ تر ټولو لوی او پرمختللی ټلیسکوپ تشې ته وتوغاوه
ناسا جیمز اوب ټلیسکوپ نن د نړۍ تر ټولو لوی او پوره پرمختللی هغه تشې ته وتوغاوه.
دغه ستر ټلیسکوپ، چې ۹ میلیارډ ډالر لګښت پرې راغلی نن سهار د فرانسې له ګویان اډې تشې او خلا ته وتوغول شو.
داسې انګیرل کیږي، چې دغه ټلیسکوپ به د هغه څه په پرتله، چې تر دې دمه لیدل شوې؛ د تشې ډېره لرې برخه هم ولیدلی شي.
We have LIFTOFF of the @NASAWebb Space Telescope!
At 7:20am ET (12:20 UTC), the beginning of a new, exciting decade of science climbed to the sky. Webb’s mission to #UnfoldTheUniverse will change our understanding of space as we know it. pic.twitter.com/Al8Wi5c0K6
— NASA (@NASA) December 25, 2021
دا ټیلسکوپ به په لمریز نظام کې له ځمکې څخه یو میلیون میله لرې له سپوږمۍ څخه څلور چنده لرې تم شي.
د ټلیسکوپ دنده دا ده چې د لرې سیارو په اټمسفیر کې د ژوند د شونتیا نښې ومومي او وڅېړي.
ویل کیږي، چې د دې ټلیسکوپ ډیزاین او جوړولو ۳۰ کاله وخت نیولی او وسایل یې د هابل ټلیسکوپ له وسایلو څخه ۱۰۰ چنده ډېر حساس دي.
Here it is: humanity’s final look at @NASAWebb as it heads into deep space to answer our biggest questions. Alone in the vastness of space, Webb will soon begin an approximately two-week process to deploy its antennas, mirrors, and sunshield. #UnfoldTheUniverse pic.twitter.com/DErMXJhNQd
— NASA (@NASA) December 25, 2021