ساینس او ​​ټیکنالوژي

ناسا د ډارټ فضايي بېړۍ تشې ته واستوله

Published

on

ناسا فضایي ټولنې نن له کالیفورنیا څخه د یوه ستوری د لوري بدلولو لپاره ډارټ فضايي بېړۍ خلا  ته واستوله.

د ناسا د څرګندونو له مخې؛ دا ستوریز دفاعي سیسټم پر ځمکه د انسان ژغورنې لپاره لومړنۍ آزموینه ده.

دغه فضايي بېړۍ تېره شپه په ځايي وخت د شپې لس بجې د سپیس ایکس هوایي شرکت فالکون ـ ۹ نومي توغندي پر مټ وتوغول شوه.

 

ډارټ سپوږمکۍ به د خپل ماموریت له مخې په لس میاشتنی سفر کې له ۱۱ میلیون کیلومتره واټن وهلو  وروسته به له یوه ستوري سره ټکر وکړي، چې ساینس پوهان وکولی شي له ټکر وروسته د دې سیارې د لوري بدلولو کچه واخلي.

ناسا وايي، دا تجربه به وکولی شي، چې پر ځمکه د ستورکیو د لګېدو مخنیوی وکړي.

Trending

Exit mobile version