ساینس او ​​ټیکنالوژي

ناسا له وویجر – ۲ فضايي بېړۍ سره خپله اړیکه له لاسه ورکړه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۲, ۱۴۰۲)

د راپورونو له مخې؛ ناسا له وویجر – ۲ فضايي بېړۍ سره خپله اړیکه له لاسه ورکړې او دا پېښه ناببره  رامنځته شوې او له کبله یې له ځمکې سره انتن د ۲ درجو په واټن کې څرګند شوی دی.

وویجر -۲ په ۱۹۷۷ ز. کال کې خلا ته وتوغول شو او اوس له ځمکې څخه ۱۹ اعشاریه ۹ میلیارد کیلومتره واټن لري. اوس د ناسا د ناسمې تېروتنې له کبله دا فضایي بېړۍ د دې وس نه‌لري، چې سپارښتنې ترلاسه او معلوماتو راولیږدوي.

ناسا ویلي، چې د وویجر -۲ او د دې ټولنې د فضایي شبکې (دي اس ان) د ځمکنیو انتنونو ترمنځ اړیکه قطع شوې او نوره دا ناشونې ‌ده، چې ( دی اس ان ) ته معلومات ولېږدوي او فضايي بېړۍ هم نشي کولی له ځمکني مرکزه قومانده ترلاسه کړي.

ټاکل شوې ده، چې وویجر -۲ به یو څنډیز څرخ ترسره کړي، چې د اړیکو نښلېدا ورسره شونې شي او ناسا په دې هیله ده، چې تر هغه وخته پورې به دا فضایي بېړۍ پخپل پخواني حال پاتې شي.

په ۱۹۹۸ ز. کال کې ناسا د وویجر -۲  ځینې نااړین وسایل په دې تمه وتړل، چې د انرژۍ لګښت به وسپموي؛ خو تمه ده، چې فضایي بېړۍ به لږترلږه تر ۲۰۲۵ پورې کار وکړي. په دې شرط، چې په راتلونکیو میاشتو کې ورسره اړیکې بیا ونښلیږي.

وویجر -۲  له څلورو سیارو مشتري، زحل، نیپتون او یورانوس څخه لیدنه کړې او یوازنۍ فضايي بېړۍ ده، چې له نیپتون او یورانس څخه یې تر دې دمه لیدنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version