تازه خبرونه
ناسا مریخ ته د ژوند نښو د لټون لپاره نوې څېړنیزه سپوږمکې ولیږله
ناسا نن سهار پنجشنبه مریخ ته د لومړنيو ژوند نښو د څارنې او پلټنې نوې سپوږمکۍ استولې ده.
د فلوریدا له کیپ کاناویرال له تمځي څخه نن سهار ۷:۵۰ دغه سپوږمکۍ او یوه چورلکه د اطلس وي توغندي پر مټ توغولې ده.
ټاکل شوې، چې دغه پرسورنس نومې سپوږمکۍ د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ مریخ ته ورسیږي.
د سي بي ایس نیوز د راپور له مخې؛ دغه ۲.۴ میلیارد دالري څېړنسزه سپوږمکۍ له یوې ۸۰ میلیون دالري چورلکې هم برخمنه شوې ده.
د دې فضايي نوي ماموریت موخه په مریخ کې د بالقوې احتمالي ژوند نښو لټون دی، چې له دې سرې کرې به د تیږو او خاورو بېلګې د څېړنو لپاره راولیږدوي.
دغه راپور په ډاګه کړې، چې په دې سفر به د ټکنالوژۍ پر بنسټ د فضا د اتموسفیر کاربن دای اکساید څخه اکسیجن وکاروي، چې ښایي یوه ورځ په مریخ کې د انسان د کښته کیدو لپاره هم زمینه برابره شي.
دا په تېرو دوه اوونیو کې د مریخ پر لوري د درېیمې سپوږمکۍ توغول دي. تېره پنجشنبه چین په بریالیتوب سره تیانوین -۱ مریخ ته ولیږه. له دې مخکې متحده اماراتو په لومړي ځل په خپله لومړۍ هڅه کې مریخ ته د “امید” په نوم مریخ ته خپل ماموریت په بریالیتوب پیل کړ.
