تازه خبرونه

ناقانونه کډوال دې خپلو هېوادونو ته ستانه شي- ایران

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۹, ۱۴۰۳)

په تهران کې د بهرنیو وګړو او مهاجرینو د چارو د عمومي څانګې چارسمبالي ویلي، چې ایران د غیر قانوني مهاجرینو لپاره د هوساینې خدمات نه وړاندې کوي او هغوی باید بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

د ایسنا خبری آژانس د راپور له مخې؛ په تهران کې د بهرنیو وګړو او مهاجرینو د چارو د عمومي څانګې چارسمبالي احسان حیدری زیاته کړې؛ که ناقانونه کډوال پر کار او دنده وګمارل شي له کارګر او کارفرما دواړو سره به قانوني چلند وشي.

هغه ټینګار کړی، چې دا سپارښتنه پر قانوني مهاجرینو نه پلې کیږي او هڅه کوي، چې د امکان تر حده د استعداد لرونکیو خلکو ښه خدمت وشي.

احسان حیدري وایي: په ایران کې مهاجرین شته، د قانوني مهاجرینو په توګه پېژندل شوي او له ۴۰ کلونو راپدیخوا په ایران کې اوسیږي.

هغه د مهاجرت ملي ادارې رامنځته کېدا او بېلابېلو خدمتونو ته په نغوته کې ويلي: لومړی پروګرام مهاجرو ته د ځیرکو کارتونو وېشل دي.

د ایران د رسمي څرګندونو له مخې، په ایران کې شاوخوا ۶ میلیون افغان کډوال میشت دي.

Trending

Exit mobile version