تازه خبرونه
ناقانونه کډوال دې د روان کال تر پایه ووځی – ایران
ویدیویی که به تازگی در شبکههای اجتماعی نشر شده نشان میدهد که یک نوجوان افغان در جادهای از سوی پولیس ایران به گونه خشونت آمیز بازداشت میشود.
د ایران یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي له ناقانونه کډوالو غوښتي، چې د روان کال تر پایه دې خپل هېواد ته ستانه شي.
د ایرنا خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ د ایران د پولیسو عمومي قومندان احمد رضا رادان ویلي، چې د ایران د سیاست او پروګرام له مخې دې ټول بې اسناده مهاجرین له دې هېواد څخه بېرته ستانه شي.
دغه ایرانی چارواکی د روان کال تر پایه پ داسې حال کې د بې اسنادو مهاجرینو پر وتلو ټینګار کړی، چې په دې هېواد کې مېشت ډېري کډوال افغانان دي.
د مهاجرت نړیوالې ټولنې راپور ورکړی؛ په ۲۰۲۳ کال کې دې ټولنې له ایران څخه د شاوخوا یو میلیون افغان کډوالو راستنېدا ثبت کړي، چې ۷۰ سلنه یې بې اسناده او ۶۰ سلنه جبري ایستل شوي دي.
د بشري حقونو ډلو هم د ایراني پولیسو لهخوا له افغان کډوالو سره له ناوړه چلند راپورونه ورکړي دي.
یوه ویډیو، چې په دې وروستیو کې ټولنیزو شبکو خپره کړې ښيي: یو افغان تنکی ځوان ایراني پولیسو پر سړک راڅملولی؛ پر اورمېږ یې ورته ګونډه ایښې او مور او خویندې یې هم ګواښل کیږي.
ويل کيږي چې دغه ځوان په ټپي حالت کې روغتون ته وړل شوى دى.
