تازه خبرونه
ناقانونه اخاذې د پانګونې خنډ دي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د دافغانستان د سوداګرۍ خونه وایي، اوس هم ناقانونه اخاذې د پانګونې خنډ دي؛ دې وضعیت پانګونه اغېزمنه کړې او ځینې کړۍ شته، چې نه غواړي پانګونه وده وکړي.
په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د پارسل لیږد شرکت جوړ شو، چې هر کال ولایتونو او بهر ته د لس میلیارد پارسل د لیږد توان لري.
د سوداګرۍ خونه وایی، د پانګونې په وړاندې ستر خنډ ناقانونه اخاذي ده.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی دولت تورنوي، چې نه شي کولی د سوداګرۍ او پانګونې ستر خنډ لیرې او د اخاذیو مخنیوی وکړي.
دغه اندیښنې په داسې حال کې بیانیږي، چې اوس له هېواده ډېرې پیسې وتلي دي.