تازه خبرونه

ناهیلي شوي افغانان د خپلو کورنیو د تغذیې لپاره پښتورګي او ماشومان پلوري

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۱۰, ۱۴۰۰

د بېوزلۍ او لوږې له پراخېدو سره خلک اړ شوي، چې د خپلې کورنۍ د تغذیې لپاره د وجود غړي او خپل خواږه اولادونه وپلوري.

د هرات د انجیل ولسوالۍ بي بي زنان، چې د پښتورګي له پلورلو وروسته یې پر پیسو اړتیاوې پوره نشوې؛ نو د خپلې وړې لور پلورلو ته اړ شوه.

نوموړې له خپلو څو یتیمانو سره د خپل بېوزله پلار کور کې اوسیږي او بېوزلۍ اړ کړې، چې خپل یو پښتورګی وپلوري او پر پیسو یې د اولادونو د ژوندي پاتې کیدو لپاره یو څه خواړه واخلي، خو د پښتوګي پر پیسو خپلې موخې ته ونه رسېده او وايي؛ اړ شوه، چې خپله ماشومه لور وپلوري، چې خپل پاتې نور ماشومان  ورته ژوندي پاتې او لوی شي.

ډاکټران وايي، د افغانستان په هرات ولایت کې له بل هر ځای ډېر د انسانانو پښتورګي یا بډوډي پلورل کیږي.

د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر نعیم الله حقاني وايي، چې خلک د بېوزلۍ او بېوسۍ په اړه له مبالغې ډکې څرګندونې کوي.

نوموړی وایي، چې حالات دومره هم ناوړه ندي لکه ځينې یې، چې په اړه راپورونه ورکوي.

په هرات کې د پښتورګو د پيوند مرکز د هېواد یو له معتبرو روغتیایي مرکزونو څخه دی. دلته خلک راځي او خپل پښتورګي پر نورو ناروغانو پلوري.

د یاد روغتون ډاکټر سهیل توپان ويلي، په تېرو څلور کلونو کې دې مرکز ته د بښتورګو تر ۲۰۰ پلورونکي ورغلي دي.

د افغانستان لپاره د بریټانیې پخوانی ځانګړی استازی خبرداری ورکوي، چې د افغانانو یوازې پرېښودل به نه یوازې بشري ناورین رامنځته کړي، بلکې دا چاره به ناوړه امنیتي پایلې هم ولري.

د افغانستان لپاره د بریټانیې پخوانی ځانګړی استازی مایکل کی تنګ ویلي: زه فکر کوم د افغانانو یوازې پرېښودل به نه یوازې لوږه رامنځته کړي، بلکې افغانستان، سیمې او نړۍ ته تاوان هم پېښولی شي.  دوی به نورې ناقانونه هڅې لکه د نشه يي توکو قاچاق او د بدن د غړیو پير او پلور کې ښکېل شي.

په افغانستان کې بېوزلي ډېره شوې او د بشري ناورین وېره لیدل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خواړو نړیوالې ټولنې ويلي؛ په افغانستان کې نږدې ۲۳ میلیون وګړي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version