تازه خبرونه

ناټو: افغانانو په تېرو ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون سره طالبانو ته د رد ځواب ورکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ناټو وايي، چې تېر ځل په ټاکنو کې د ميليونونو افغانانو ګډون طالبانو ته د رد ځواب و او هيله يې څرګنده کړه، چې افغان ملي ځواکونه به د دويم پړاو ټاکنو امنيت هم په ښه توګه ونيسي.
دغه څرګندونې د ناټو سازمان سرمنشي انډرس فوګ راسموسن د غبرګولي په ۱۴مه په بروکسل کې د ناټو او ايساف همکارانو د دفاع وزيرانو د غونډې په دويمه ورځ په خپلې پرانيستونکې وېنا کې وکړې.
دغه غونډه چې د سې شنبې په ورځ ( د مرغومي ۱۳ ) پېل شوې وه، د چهار شنبې په ورځ د افغانستان لپاره ځانګړې شوې وه، چې په کې د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي هم ګډون کړى و.
د ناټو سازمان سر منشي وويل، چې په افغانستان کې په سوله ييزه او ډيموکراتيکه فضا کې د سياسي واک د لېږد پروسه نږدې شوې او افغانانو په تېرو ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون سره طالبانو ته د رد ځواب ورکړ.
هغه زياته کړه، چې اوس د دويم پړاو ټاکنو لپاره تيارۍ روانې دي، افغان حکومت او امنيتي ځواکونه په دې برخه کې ګړندي ګامونه پورته کوي.
ده همدرنګه وويل: ((په تېرو ټاکنو کې د اوو ميليونو افغانانو، چې په کې ځوانان، سپين ږيري او ښځې شاملې وې، ګډون وکړ، دا د افغانانو لپاره لويه بريا وه.))
راسموسن وويل، چې د سياسي لېږد پروسې تر څنګ افغانانو ته د امنيتي مسئوليتونو د لېږد پروسه بشپړېدو ته نږدې ده او د روان زېږديز کال تر پايه به د ايساف جګړه ييز ماموريت پاى ته ورسېږي.
د هغه په وېنا، ناټو په افغانستان کې د خپل نوي ماموريت، چې روزنه، مشوره او همکاري ده، پلانونو ته وروستۍ بڼه ورکوي، د امريکا د ولسمشر بارک اوباما له خوا په افغانستان کې د پاتې کېدونکو سرتېرو د شمېر څرګندېدو د ناټو له نوي ماموريت سره ډېره مرسته وکړه.
نوموړى وايي، چې متحدين يې له افغانستان سره د اوږد مهاله مرستو او همکاريو لپاره ژمن دي.

Trending

Exit mobile version