تازه خبرونه
ناټو افغانستان ته له خپل ملاتړ ډاډ ورکړ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن سې شنبه د زمري ۵ له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ناټو ملاتړ تائید کړ.
سټولټنبرګ د افغانستان وضعیت کړکېچن وباله؛ خو څرګندوي، چې سیاسي هوکړه ورته اړینه ده.
سټولټنبرګ زیاته کړې: ناټو به د مالي ملاتړ، ملکي شتون او روزنې په ګډون د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې ده ټول بهرني سرتېري د اګست تر ۳۱ له افغانستان څخه ووځي.
دغه راز د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له یو خبري سرچینې سره په خبرو کې ویلي، چې د یو شمېر برخو سقوط د ناټو ځواکونو له وتلو څخه د رامنځته شوې خلا پایله ده.
محب په دې اړه زیاته کړې: هغو ولسوالیو ته، چې لرې پرتې وې مهمات ورونه رسېدل او سقوط شوې هغه دا هم ویلي؛ تبلیغاتو د ولسوالیو په سقوط کې رول لوبولی. له هغې وړتیا سره، چې مونږ یې لرو؛ کولی شو له لاسه وتلې سیمې بېرته ترلاسه کړو. اوس هم ډېری سیمې افغان ځواکونو نیولې دي.
دغه حکومتي چارواکی د افغانستان راتلونکي لپاره درې سناریو وړاندې کوي: د جګړې په ډګر کې ځنډ و خنډ، د کورنۍ جګړې رامنځته کېدل او ټینګو معنا لرونکیو خبرو ته وردننه کېدل.
محب زیاته کړې: زه فکر کوم، چې جګړه کې ځنډ و خنډ رامنځته شوی؛ خو په پای کې به خبرو ته لار اواره کړي. مونږ په طالبانو کې هیڅ بدلون ندی لیدلی. طالبان باید پخپلو خبرو عمل وکړي او د خبرو اترو له لارې رامخته شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد ډېرې برخې د سختې جګړې لیدونکې دي؛ یو شمېر سیمې طالبانو نیولي او په زرګونه خلک له خپلو سیمو بې ځایه شوې دي.
