تازه خبرونه

ناټو به د ځواکونو د ایستلو له پرېکړې بې برخې نه وي – انټوني بلینکن

Published

on

(Last Updated On: وری ۳, ۱۴۰۰)

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د سرتېرو د وتلو پرېکړه به له ناټو او متحدینو سره په مشوره ترسره شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره د دې ټولنې د دوه ورځنۍ غونډې له جوړېدو مخکې په بروکسل کې یوې ګډې خبري ناستې ته وویل، چې د می تر لومړۍ نېټې د ځواکونو د ایستلو پر مهالوېش بیا کتنه روانه ده؛ خو دا اړینه پرېکړه به له ناټو پرته ونه نیول شي.

هغه زیاته کړې: زه [په بروکسل کې] یم، چې واورم او مشوره وکړم.

هغه زیاته کړې: مونږ یوځای ننوتي یو، یو ځای شوي یو او کله، چې وخت راغی؛ یو ځای یې پرېږدو.

بلینکن څرګنده کړې؛ مونږ ګډه موضوع لرو او امریکا به د ناټو له متحدینو سره په ګډه پرېکړه وکړي.

بلینکن ویلي: مونږ له خپلو متحدینو سره د مشورو لپاره مخ پر وړاندې روان یو.

ینس سټولټنبرګ ویلي، چې د سولې خبرې ماتېدونکې دي؛ خو یادونه یې وکړه، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې راوستو لپاره خبرې اترې د حل یوازنۍ لار ده.

هغه وایي: د دې مقصد د ترلاسه کولو لپاره ټولې خواوې باید په ښه نیت خبرې وکړي او په سیمه کې باید ټول مخکښان برخه ولري. هغه زیاته کړې، چې طالبان باید له تروریستي سازمانونو سره اړیکې پرې کولو ته هم اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو امریکایانو ته د سولې یوه طرحه هم وړاندې کړې ده.

Trending

Exit mobile version