تازه خبرونه

ناټو به په افغانستان کې پر سوله او بهرنیو ځواکونو بحث وکړي

Published

on

د سې شنبې پر ورځ به د ناټو بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې د نړیوالو مسایلو تر څنګ د افغانستان پر سوله او په دې هېواد کې پر بهرنیو ځواکونو بحث او خبرې وکړي.

ټاکل شوې، چې د سې شنبې پر ورځ د ناټو د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې د افغانستان پر سوله او په دې هېواد کې پر پوځي ماموریت بحث او خبرې هم وکړي.

د غونډې له پیلیدو مخکې د دې سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ خبري رسنیو ته ویلي، چې تر دوه زره څلیریشتم کال پورې له افغان ځواکونو سره مالي ملاتړ ته روان ساتي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ رسنیو ته څرګنده کړې، چې له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو پرېکړه ستونزمنه ده.

نوموړي زیاته کړې؛ د سرتېرو د ایستلو له سختې پرېکړې سره مخ دي او دا پرېکړه به ګډه کوي.

له دې مخکې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه کړې وه؛ خو له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو یا پاتې کولو پر پرېکړه بریالي نشول.

د طالبانو او امریکا په هوکړه کې راغلي، چې ټول بهرني سرتېري به په مې میاشت کې له افغانستان څخه وځي.

Trending

Exit mobile version