نړۍ

ناټو ته د اوکراین د پوځي مرستو د همغږۍ دنده وروسپال شوه

رویټرز د سې شنبې پر ورځ ( د لیندۍ اووه‌ویشتمه / د ډسمبر اووه‌لسمه ) راپور ورکړ، چې دا اقدام ناټو ته د اوکراین په جګړه کې مستقیم واک ورکوي.

Published

on

د شمالي اتلانتیک تړون(ناټو) اوکراین ته د پوځي مرستو د همغږي کولو مسوویت پر غاړه اخیستی، چې مخکې د واشنګټن پر غاړه و.

رویټرز د سې شنبې پر ورځ ( د لیندۍ اووه‌ویشتمه / د ډسمبر اووه‌لسمه ) راپور ورکړ، چې دا اقدام ناټو ته د اوکراین په جګړه کې مستقیم واک ورکوي.

د راپور له مخې؛ دا اقدام د اوکراین لپاره د پوځي ملاتړ د دوام لپاره شوی، چې د دوږنالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دوه‌یمې دورې له پیل وروسته د راتلونکي کال په جنورۍ کې نوموړي ته زیان ونه رسیږي.

د جرمني په ویسباډن کې د امریکا اډه د ناټو د پوځي مرستو د همغږۍ د مرکزي دفتر په توګه غوره شوې ده.

له دې مخکې د «رام‌اشټاین» ډلې، چې د امریکا پر مشرۍ د ۵۰ هېوادونو له ائتلاف څخه جوړه وه، اوکراین ته د پوځي مرستو د همغږي کولو دنده په غاړه درلوده.

د راپور له مخې؛ سپینه ماڼۍ هڅه کوي، چې د ټرمپ د ولسمشرۍ د دوه‌یم‌پېر له رسمي پیل مخکې کیف ته نورې پوځي مرستې ولېږدوي.

په راپور کې راغلي، چې ښايي دغه اقدام د اوکراین په جګړه کې ډېر اغېز ونکړي.

دونالډ ټرمپ  د ولسمرۍ په لومړي پېر کې ژمنه کړې وه، چې له ناټوتړون څخه به ووخي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال له کیف سره د واشنګټن پر پوځي مرستو نیوکه کړې وه او دا ژمنه یې کړې وه، چې له بریا وروسته به په اوکراین کې جګړه پای ته رسوي.

د ناټو پوځي تړون ۳۱ غړي لري، چې امریکا، بریټانیا، آلمان، ترکیه او ایټالیا یې مهم غړی دي.

ټرمپ د ناټو له غړو وغوښتل، چې د خپلو ناخالصو کورنیو تولیداتو درې سلنه دې تړون ته ځانګړې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې روسيې له اوکراين سره د لويديځ د پوځي مرستو زياتوالى غندلى او دا يې د يوې پراخې جګړې له خطر سره مخ کېدل یاد کړي وه.

Trending

Exit mobile version