تازه خبرونه
ناټو تړون له خپلو غړیو څخه د دفاع لپاره له چمتووالي خبر ورکړی
د ناټو سرمنشي د امریکا له ولسمشر او دفاع وزیر سره له لیدو وروسته ویلي، چې دوی د افغانستان اوسنی دولت( اسلامي امارت) د ترهګرۍ پر وړاندې خپلو ژمنو ته ژمن نه ګڼي او دې ته چمتووالی لري، چې ان له لرې واټن څخه په افغانستان کې پر ترهګریزو ډلو بریدونه وکړي.
په افغانستان کې له دوه لسیزو حضور وروسته ناټو اوس د خپلو ۳۰ غړیو د دفاع لپاره د انسجام او نویو شریکانو د جذب په حال کې ده او وایي، چې زمونږ شل کلن ماموریت په دې هېواد کې بې ګټې نه و.
له دوه میاشتو لږ وخت کیږي، چې ناټو له افغانستان څخه خپل ځواکونه ایستلي دي. که څه هم اسلامي امارت ژمنه کړې، چې نه پرېږدي ترهګرې ډلې د نورو هېوادونو پر ضد افغان خاوره وکاروي؛ خو اوس هم د ناټو غړي هېوادونه د القاعده او ترهګریزو شبکو پر بیا سرراپورته کولو اندېښمن دي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د امریکا له ولسمشر او دفاع وزیر سره له لیدو وروسته ویلي، چې دا په دې معنا ده، چې د طالبانو دولت( اسلامي امارت) د خپلو ژمنو په خاطر د ترهګرۍ په برخه کې ځواب ویونکی بولي؛ خو دا راز چمتو هم يوو، چې له لرې واټن څخه پر ترهګرو برید وکړو او د ناټو د متحدینو په توګه هوښیار ووسو او هرډول هڅه د نړیوالو ترهګریزو ډلو د بیا رغونې لپاره له نږدې وڅارو او تر څار لاندې یې ولرو او دا په افغانستان کې زمونږ موخه ده.
ستولتنبرګ په افغانستان کې له خپل حضوره ملاتړ کوي او وایي؛ په دې هېواد کې هڅې ارزښتناکې دي او دوی غواړي، چې پناه غوښتوونکي تخلیه شي او دا هېواد د ترهګرو پر پټنځی بدل نشي. باید په افغانستان کې روان تحولات له څارنې ونه غورزول شي.
داسې ښکاري، چې د ناټو وړتیاوې پر نوي دولت( اسلامي امارت) برید ته له متحدینو سره د همکاري لپاره او د مخامخ جګړو د مخنیوي لپاره فشار راوړي.
د ناټو سرمنشي ینس ستولټنبرګ وایي: دا ماموریت بې پایلې نه و؛ چا، چې وروستۍ بیه ورکړې او چا، چې خپلوان او د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي؛ باید پوه شي، چې هغوی مهمه برخه درلوده. هغوی د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې توپیر را منځته کړ. اصلي دنده دا مهال دا ده؛ هر کار، چې کولی یې شو، تر کوم ځایه، چې ممکنه ده، زمونږ لاسته راوړنې د ترهګرۍ په تړاو خوندي شي.
د ناټو سرمنشي په داسې حال کې پر ترهګریزو موخو د بریدونو خبره کوي، چې مخکې له دې د افغانستان ځینو ګاونډ هېوادونو په ځانګړې توګه تاجکستان له افغانستان سره پر ګډه پوله د ترهګریزو ډلو پر حضور او پیاوړتیا اندېښنه ښودلې ده.
