تازه خبرونه
ناټو د افغان ځواکونو روزنې لپاره په قطر کې د اډې جوړولو هڅې کوي
ناټو تړون د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په قطر کې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د یوې پوځي اډې د جوړولو هڅې پیل کړي دي.
ویل کیږي، چې د ځواکونو له وتلو وروسته به د ناټو دغه اقدام له افغان ځواکونو سره د دې تړون د ژمنو یوه برخه وي.
دغه تړون به له شاوخوا دوه لسیزو وروسته خپل ماموریت په را روان سپټمبر کې پای ته ورسوي.
د ناتو یوه چارواکي، چې د نوم له ښودلو ډډه کړې؛ رویټرز ته د خبرو پر مهال ویلي: مونږ په قطر کې د افغان ځواکونو د لوړ پوړیو غړیو د روزنې لپاره د یوې اډې پر جوړولو خبرې کوو.
د ناټو د ماموریت بنسټیزه برخه د وسلوالو طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو له روزنې او تجهیز پوره ملاتړ دي.
سرچینې زیاته کړې: مونږ یوه طرحه وړاندیز کړې؛ خو په دې اړه پرېکړه د قطري چارواکو پورې اړه لري، چې په خپله خاوره کې ناټو ته د روزنتون ځای ورکوي او کنه.
په کابل کې میشت یوه ډیپلوماټ هم رویټرز ته ویلي، چې قطر ته د ۴ څخه تر ۶ میاشتو روزنې لپاره د افغان ځانګړيو ځواکونو د غړيو رالېږدول تر بحث لاندې دي.
ناټو، قطراو افغان حکومت تر دې دمه په رسمي بڼه د دې راپور په اړه څه ندي ویلي.