تازه خبرونه
ناټو په افغان دولت کې د اصلاحاتو ارزونه کوي
افغان چارواکو ناټو او نړیوالو ته ژمنه ورکړې وه چې د قانون په واکمنۍ، ټاکنیزو اصلاحاتو او اداري فساد سره په مبارزه به تمرکز وکړي. د ناټو عمومي منشي په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د ثبات او سوکالۍ لپاره اصلاحاتو ته جدي اړتیا ده.
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پیل کې د دغه سازمان ريیس ینس ستولتنبرګ وویل، ناټو غواړي په افغانستان کې د اصلاحاتو ارزونه وکړي. هغه وویل چې د غونډې په وروستۍ ورځ به د ناټو غړي هېوادونه له افغانستان سره د امنیت په برخه کې خپلې ژمنېتازه کړي. ناټو په ځانګړې توګه د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر څخه د اصلاحاتو په هکله د سپیناوي تمه لري.
د ناټو عمومي منشيینس ستولتنبرګ وايي: “زمونږ غونډه به په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ په څرنګوالي پای ومومي. مونږ به د افغانستان د امنیت له پاره خپلې قوې ژمنې بیا تازه کړو.”
د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې په دې هم خبرې کېږي چې څنګه کولای شي له داعش سره مبارزه چټکه او لا اغېزناکه کړي.
ینس استولتنبرګ وايي: “د ناټو ټول غړي هېوادونه له داعش سره په مبارزه کې شریک دي. مونږ د جولای په میاشت کې پرېکړه وکړه چې له داعش سره به خپله مبارزه چټکه کوو.”
تر دې مخکې ناټو ویلي وو چې د افغانستان له کړکېچن امنیتي حالت څخه خبر دي او حالات له نږدې څاري. د ناټو مشران وايي چې دوی ځکه په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي چې طالبان او نورې سخت دریځې ډلې لاهم په دغه هېواد کې تاوتریخوالیکوي.