تازه خبرونه

ناټو په دوه ورځنۍ غونډه کې د ځواکونو پر برخلیک پرېکړې ته ونه رسېده

Published

on

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې پر مازیګر یوې خبري ناستې ته په ډاګه کړه، چې د دې ټولنې د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ ناستې پر مهال په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د برخلیک په اړه هیڅ پرېکړه نده شوې.

سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزیرانو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته په انلاین رسنیز کنفرانس کې څرګنده کړې، چې دې ټلوالې د ځواکونو په اړه تراوسه پرېکړه نده کړې؛ ځکه اوس هم فکر کیږي، چې په افغانستان کې د سولې هڅو ته وخت شته.

هغه ویلي، چې پرېکړه لږ ستونزمنه ده. که د می له لومړۍ نېټې وروسته په افغانستان کې پاتې کیږو؛ نو شونې ده، چې تاوتریخوالی او زمونږ پر ځواکونو بریدونه ډېر شي او که له افغانستان څخه ووځو بیا هم داسې وېره شته، چې د تېرو شل کلونو سرښندنې او لاسته راوړنې پر اوبو لاهو شي.

سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پر ټاکلي وخت د ټولو سرتېرو د وتلو لپاره نرمښت اړین دی او ښکېل اړخونه په ځانګړي توګه طالبان باید د اوربند لپاره اورکم ومني.

هغه د طالبانو پسرلنيو بریدونو ته په نغوته او اشاره کې څرګنده کړه، چې ناټو په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمیدو ته په تمه ده؛ ځکه، چې په افغانستان کې ډېري خلک له جګړې وېره لري او سیاسي جوړجاړی غواړي.

په هرحال د ناټو مشر د سولې اوسنۍ خبرې ماتېدونکې بولي؛ ځکه، چې پرمختګونه یې ټکني دي.

هغه وايي، چې طالبان باید د سولې خبرو ته راودانګي، د تاوتریخوالي کچه راکمه او له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.

سټولټنبرګ وايي، ناتو په افغانستان کې وضعیت څاري او د سولې خپلمنځي خبرو بریالیتوب غواړي.

نوموړي دا ډاډ هم څرګند کړې، چې په راتلونکیو اوونیو کې به سلا مشورې وشي؛ خو د اوس لپاره ټینګار دادی، چې د سولې پر بهیر راوڅرخو او د افغانانو خپلمنځی خبرې بریالۍ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر اشرف غني سره په ټیلیفونې اړیکه کې ویلي؛ واشنګټن د افغانستان د سولې له بهیر ملاتړ غواړي او د تلپاتي اوربند او سیاسي هوکړې غوښتنه کوي.

Trending

Exit mobile version