تازه خبرونه

ناپېژاندو وسله والو د فوايد عامې مرستيال وزير تښتولی دی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

احمد شاه وحيد نن سهار(د وري۲۶) شاوخوا اووه بجې ناڅرگندو وسلوالو تښتولى دى.

كورنيو چارو وزارت منلې، چې ښاغلى وحيد هغه مهال د ښار له شمالي برخې خيرخانې څخه وسلوالو وتښتاوه، چې له خپل کور څخه د دفتر پر لوري روان و.

سرچينې زياته كړې، چې د لټون عمليات يې پيل شوي او تښتوونكي به د قانون منگولو ته وسپارل شي.

د فوايد عامې وزارت سرچينو هم منلې، چې د احمد شاه وحيد د تښتولو پر مهال وسلوالو ډزې هم کړي، چې په کې د ښاغلي وحيد موټر چلوونکی ټپي شوی دی.

د دوى په وينا، موټر چلوونکی يې اوس په روغتون كې تر درملنې لاندې دى.

د بريد لامل او د تښتوونكيو موخه تر دې دمه څرگنده شوې نه ده.

Trending

Exit mobile version