تازه خبرونه
ناڅرګندو وسلوالو په جلال آباد ښار کې یو قاضي وژلی
د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکو ویلي، چې نن سهار (چارشنبه د سلواغې ۱۵) په جلال آباد ښار کې د ناڅرګندو وسلوالو پر ډزو یو قاضي وژل شوی دی.
د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه قاضي حفیظ الله نومیږي او د ننګرهار په محکمه کې یې دنده ترسره کوله.
د ننگرهار پولیسو ویاند فرید خان ویلي، قاضي حفیظ الله نن سهار هغه مهال ووژل شو، چې هغه په یوه ریکشا کې د دندې پر لوري روان و.
روغتيايي چارواکي وايي، حفيظ الله څو ځایه پر مرمیو لګېدلی دی.
تر دې دمه هیچا د برید مسوولیت ندی منلی.
له راپورونو سره سم په تېره میاشت کې د حفیظ الله په ګډون د سترې محکمې درې کارمندان وژل شوي دي.
تر دې دمخه په کابل کې د سترې محکمې دوه کارکوونکي په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.
تاوتریخوالی په ځانګړي توګه موخه ییزې وژنې په دې وروستیو کې ډېرې شوي؛ خو د طالبانو په ګډون یې هیچا تر دې دمه پړه نده منلې.