تازه خبرونه
ناڅرګندو وسلوالو په لوګر ولایت کې یو امنیتی چارواکی وژلی
(Last Updated On: وری ۱۱, ۱۴۰۰)
امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې په لوګر ولایت کې کې د دوه یمې سرحدي لوا درستیزوال ډګروال فریدون فیاض وژل شوی.
په پکتيا کې د دویمې سرحدي لیوا قومندان ډګروال ګوجر خان امان ويلي؛ نن سهار لس بجې ناڅرګندو وسلوالو د لوګر مرکز پل علم په خضر بازار سیمه کې د دې قومندانۍ د لوا درستیزوال فياض پر ډزو وژلی.
امان زیاته کړې، چې فریدون فیاض له کابله ګردیز ته د دندې لپاره روان و، چې د وسلوالو له برید سر مخ او یو ساتونکی یې ټپي شوی دی.
د طالبانو په ګډون هیچا د پېښې مسوولیت پرغاړه ندی اخیستی.