تازه خبرونه

ناڅرګندو وسلوالو په کابل کې یوه بهرنۍ ښځه وژلې او بله تښتول شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل پولیس په ډاګه کړې، چې تېره ورځ مازیګر مهال د دغه ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند د دارالآمان په سیمه کې ناڅرګندو وسلوالو یوه آلمانۍ ښځه او یو افغان ساتونکی یې د ناپيژندو وسلوالو له خوا وژل شوي او یوه فنلندۍ میرمن په سیمه کې ورکه شوې ده.

د اوومې امنیتي حوزې آمر عطا خان ویلي؛ سیما نومې یوه آلمانۍ ښځه، چې په آپریشن میرسي موسسه کې یې کار کوه د تفنګچې پر ډزو او ساتونکی یې د چړې پر ګوزارونو وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې تيپي نومې یوه بله فنلندۍ میرمن هم په دې پېښه کې ورکه شوې ده.

ویل کیږي، چې دغه میرمنې د اړوند سیمې په یوه کور کې اوسیدل.  

د کابل د اوومې حوزې آمر زیاته کړه، چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړي، خو لا تر اوسه په پیښه کې د لاس لرو په تور څوک نیول شوي نه دي.

یوې بلې امنیتي سرچینې، چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې رسنیو ته په ډاګه کړې، چې پرون مازیګر دوه بهرنۍ ښځې د ناڅرګندو وسلوالو تر برید لاندې راغلي، چې یوه یې وژل شوې او بله یې وښتوله.  

په کابل کې د آلمان او فنلند سفارتونو د پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي؛ خو د کابل پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

د پېښې پړه تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخیستې.

دا په کابل کې د بهرنیو اتباعو د تښتولو لومړنۍ پيښه نه ده او له اړوند سیمې ناپیژندو وسلوالو د افغانستان د امریکایي پوهنتون دوه استادان، چې یو یې استرالیایي او بل یې امریکايي وه، تښتول شوي، چې تر دې دمه یې برخلیک روښانه شوی نه د؛ خو داسې ادعا شوې، چې حقاني شبکې په دې پېښه کې لاس درلود.

Trending

Exit mobile version