بلخ @ps
ناڅرګندو وسلوالو په فاریاب ولایت کې ۴ دیني علماوو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په بورغن سیمه کې ناڅرګندو وسلوالو د دین درې عالمان وژلي او یو بل ټپي شوی دی.
د فاریاب والي ویاند جاوید بیدار وایي، د هغو څرګندونو له مخې، چې له سیمې تر لاسه شوي؛ کیدی شي پېښه د مذهبي اختلافاتو له کبله رامنځته شوې وي.
د نوموړي په وینا؛ سیمې ته کشفي ځواکونه رسیدلي او د څېړنو له مخې به یې پېښه روښانه شي.